IQNA

د رفح پر کنډوالو د فلسطینیو روژتیانو  روژماتی (فیلم)

10:29 - March 14, 2024
د خبر لمبر: 3488880
ایکنا- دغزې تړانګې اوسیدونکي په تیره بیا په رفح ښار کې دیره ښاریز په داسې حال کې د روژې دمبارکې میاشتې هرکلی کړی دی چې څه دپاسه پنځه میاشتې کیږي،د وحشي صهیونیسټي رژيم په وسیله له مځکې،آسمان او سمندره د بې آمانه حملو له امله د اور په لمبو کې او له خوړو او اوبو پرته روژتیان دي او یونیم میلیون کډوا د روژې په مبارکې میاشتې کې د کنډوالو  د خاورو د پاسه د جمې لمونځ قایموي.

ایکنانیوز د عرب ۴۸ له قوله راپور راکړ، د روژې  دمبارکې میاشتې له پيلیدا سره په یووخت د غزې اوسیدونکو د جوماتونو د کنډوالو ترڅنګ د تراویح لمانځه د ترسره کولو لپاره  ټغر غوړولی دي او یا پر مځکه او واټونو کې د لمانځه لپاره په دریدا سره ئې لمونځ قایم کړی او جماعت لمونځ ئې قضا کړی نه دی او د روژې د مبارکې میاشتې ځانګړي مشالونه ئې روښانه ساتلي دي.

د کډوالو په کیمپونو کې د خداي دمیاشتې ښکلاګانې او رڼاګانې ترسره شوي څو ماشوماناو کورنۍ خوشالې شي.دا په داسې حال  کي دي، چې دوي په دغې مبارکې او برکتناکې میاشتې کې د پشمني یا سحري او روژماتي لپاره د یوه وخت ډوډئ نه لري او وحشي صهیونیسټي نیواکګر رژيم په کلابندۍ سره ددوي اقتصاد او محصولات له مینځه وړي دي او میاشتې میاشتې کیږي د دوي ژوند په ټپه دریدلی دی  او نړیوال په تیره بیا زیاتره مسلمانان هماغه شان  په بشپړ چپتیا کې ددغو صحنو نندارچیان دي.

 

د غزې تړانګې په تیره بیا د رفح ښار اوسیدونکي او کډوال  په داسې حال کې د روژې میاشتې میاشتې هرکلی ته وړانډې شوي چې څه دپاسه ۵ میاشتې کیږي، د وحشي صهیونیسټي  رژیم له آسمان اومځکې څخه د بې آمانه او دوامدارو بمباریو او حملو له امله په سره اور کې او له خواړو او اوبو پرته روژې ساتې او اوس د روژې په مبارکې میاشتې کې  کابو یو نیم میلیون  کډوال د روژماتي له خوړو پرته د کنډوالو د خاورو د پاسه دجماعت لمونځونه قایموي او حتی کوم جومات نه لری،چې په هغه کې د روژې د مبارکې میاشتې دستورې ترسره کړي. او نړیوال په تیره بیا مسلمانان هماغه شان چپه خوله دي او ددغو بوږنونکو صحنو یوازې نندارچیان دي.

 

 https://iqna.ir/fa/news/4205217

 

captcha